افغانستان

تورخم: اته سرحدي پوليس وژل شوي

وسله والو طالبانو نن تورخم کې د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته بريد کې لږ تر لږه اته سرتېري وژلي دي.
د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی و، خو نور جزيات يې نه و ورکړي.
خو پژواک خبري اژانس د ننگرهار د يوې باوري سرچينې په قول ليکلی چې پر دغه پوسته بريد کې اته سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
تورخم کې دا پېښه په داسې مهال کې رامنځته کېږي، چې ننگرهار کې د طالبانو او داعش ډلې پر مرکزونو د گډو ځواکونو بمبارۍ په زور کې دي او تېرو ورځو کې يې د دغو ډلو لسگونه غړي وژلي دي.
طالبانو د تورخم د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button