په پنجاب کې بې محکمې وژنې؛ له ۹۰۰ زيات کسان وژل شوي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د وروستي راپور له مخې، د پاکستان د پنجاب ايالت پوليسو په تېرو اتو مياشتو کې له ۹۰۰ زيات کسان بې له محکمې او قانوني بهير وژل شوي دي. راپور څرګندوي چې دا وژنې د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره د جوړې شوې ځانګړې څانګې، يعنې د جرمونو د کنټرول ادارې، تر پاليسۍ لاندې ترسره شوې دي.
د بهاؤلپور د يوې کورنۍ دردونکې کيسه
راپور د بهاؤلپور د يوې کورنۍ پېښه هم بيان کړې ده. د زبيده بي بي پر کور چاپه وهل شوې، شتمنۍ ترې وړل شوې او زامن يې نيول شوي دي. بله ورځ پنځه تنه، چې درې يې د همدې کورنۍ ځوانان وو، په بېلابېلو «پوليسي نښتو» کې وژل شوي اعلان شول.
د کورنۍ په وينا، وژل شوي کسان هېڅ جنايي مخينه نه لرله او عادي مزدوران وو. دوی ادعا کوي چې که يې دوسيه تعقيب کړې وای، نور غړي به هم له ګواښ سره مخ شوي وای.
د پنجاب استخباراتو پر رول نيوکې
شنونکي او د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول عمليات يوازې د پوليسو کار نه دی، بلکې د پنجاب استخباراتي کړۍ هم پکې اغېز لري. د هغوی په باور، که استخباراتي ادارې له قانوني څارنې او حساب ورکونې خلاصې پاتې شي، نو دا لړۍ به نوره هم وغځېږي.
شمېرې او اندېښنې
د ياد راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل څخه تر دسمبر پورې لږ تر لږه ۶۷۰ «پوليسي نښتې» ثبت شوې دي چې پکې ۹۲۴ کسان وژل شوي دي. راپور دا کارونه د اساسي قانون او بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.
بشري حقونو بنسټونو له حکومته غوښتي چې د دغو پېښو په اړه بې پرې پلټنه وکړي او د قانون خلاف کړنو عاملين محاکمه کړي، څو د ولس بنسټيز حقونه خوندي شي.



