راپورونهسلايډ

د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه

نن د سلواغې ۲۶ مه، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې له ورځې سره برابره ده. په همدې ورځ، په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د شوروي اتحاد ځواکونو له نږدې لس کلن حضور وروسته افغانستان پرېښود او د اشغال یوه مهمه او تاریخي پاڼه وتړل شوه.

شوروي ځواکونه د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه افغانستان ته داخل شول او د وخت له حکومت سره د ملاتړ په پلمه یې پراخ پوځي حضور پیل کړ. دا جګړه چې نږدې یوه لسیزه یې دوام وکړ، د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ، زرګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې او د هېواد د بنسټیزو زیربناوو د ویجاړۍ لامل شوه. د افغان مجاهدینو پراخ مقاومت او د ولسي پاڅونونو دوام بالاخره شوروي ځواکونه دې ته اړ کړل چې د وتلو پرېکړه وکړي.

د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر د ۱۳۶۶ کال په وروستیو کې پیل او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه بشپړ شو. دا ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یو مهم سیاسي او پوځي بدلون په توګه یادېږي او هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لمانځل کېږي.

کارپوهان وایي، د شوروي ځواکونو وتل نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ پر سیاسي توازن هم اغېز وکړ. د دوی په باور، د افغانستان جګړې د شوروي اتحاد پر کمزوري کېدو او بالاخره پر ړنګېدو هم مستقیم او غیرمستقیم اغېز درلود.

د سلواغې ۲۶ مه د افغان ولس د قربانیو، مقاومت او خپلواکۍ غوښتنې د سمبول په توګه ګڼل کېږي. په دې ورځ ډېری افغانان د خپلواکۍ د ارزښت، ملي یووالي او د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې د هوډ د تازه کولو ژمنه کوي.

ورته مطالب

Back to top button