
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځول غندلي او دا اقدام یې ناکام او غیرمنطقي بللی دی. نوموړي ویلي، د بندیزونو لګول او دوام ورکول تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او اړتیا ده چې دغه ډول تګلارې بیا وارزول شي.
مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال همکارۍ او مثبت تعامل ته اړتیا لري، نه دا چې د تحریمونو او فشار سیاستونه پرې وغځول شي. د هغه په وینا، اسلامي امارت په هېواد کې امنیت ټینګ کړی او افغانستان یې د پرمختګ پر لور روان کړی دی.
د امنیت شورا غړو تازه پرېکړه کړې چې د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت د ګواښونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره هم وغځوي. خو اسلامي امارت وایي، دا ډول اقدامات د رغنده تعامل پر ځای واټن زیاتوي.
په اعلامیه کې د چین او روسیې دریځونه واقعي بلل شوي او ستاینه یې شوې ده. د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو پر ځای له افغانستان سره مثبت او جوړوونکی تعامل غوره کړي، څو سیمهییز ثبات او اقتصادي وده لا پیاوړې شي.
