افغانستانراپورونهسلايډ

د دلوي ۲۶مه عمومي رخصتي اعلان شوه

د دلوي ۲۶مه د هېواد په معاصر تاریخ کې یوه مهمه او تاریخي ورځ بلل کېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان هجري لمریز کال د دلوي ۲۶مه، چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو او ماتې د ۳۷مې کلیزې سره برابره ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

وزارت ویلي، دا ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رسمي کلیزې (جنتري) له مخې په ملي مناسبتونو کې شامله ده او هر کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

د خبرتیا له مخې، راتلونکې یکشنبه به دولتي ادارې او اړوند بنسټونه تړلي وي او کارکوونکي به له رخصتۍ څخه برخمن وي.

د دلوي ۲۶مه د هېواد په معاصر تاریخ کې یوه مهمه او تاریخي ورځ بلل کېږي چې د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو له ورځې سره تړاو لري.

Tags
Back to top button