افغانستانسيمه او نړۍ
تاجیکستان او کابل د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره همغږي زیاتوي

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین ویلي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي ننګونو د مهار لپاره تعامل او نږدې همغږي روانه ده. د هغه په وینا، د وروستیو میاشتو د امنیتي پېښو او جنايي فعالیتونو له زیاتوالي وروسته، دواړو لورو خپلې خبرې او عملي همکارۍ پیاوړې کړې دي.
مهرالدین زیاته کړې چې د کابل چارواکو ډاډ ورکړی څو د مخنیوي اقداماتو او جدي څارنې له لارې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي او هره سرغړونه په بشپړه توګه وڅېړي.
هغه همداراز ویلي چې دوشنبه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل ملاتړ کوي، څو د دغه هېواد ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه شي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخېدل د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ثبات او ګډو ګټو پر لور مهم ګام بللی دی.



