افغانستانراپورونه

حکمتیار په پټه قطر ته تللی

د اسلامي حزب مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار تیره اونۍ په دوه ورځيني نا اعلان شوي سفر قطر ته تللی دی، په دوحه کې د طالبانو دفتر ته یوه نیږدې سرچینه وایي  چې حکمتیار ددغه سفر په ترڅ کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو سره په څو مهمو ناستو کې ګډون‌‌‌‌ کړی دی ، ددغه خبر په اړه ‌‌‌‌‌‌ډير جزییات نه دي ورکړل شوي.
بل خوا نن د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا ګڼ شمېر غړو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره پریکون وکړ.
په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر غلام فاروق وردګ په مشرۍ د اسلامي حزب نورو مهمو غړو، چې پکې قاضي امین وقاد، جمعه خان همدرد، عبدالرووف ابراهیمي، اکبر بارکزی، مولوي سرفراز، مظفرالدین یمین او یوشمېر نور شامل دي له حزب اسلامي څخه وتلي دي.
د دغه ګوند د رهبري شورا غړو په یوه ناسته کې پریکړه کړې چې راتلونکې جمعه به دغه پریکون په رسمي توګه اعلان کړي.
په حزب اسلامی کې یوې سرچینې دغه خبر تائید کړی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button