افغانستانسلايډ

سمیع یوسفزی: کابل په ثابت او قاطع دریځ وښوده چې د فشار ژبه نه مني

خبریال او د سیمې د چارو شنونکی سمیع یوسفزی ویلي چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپلو وروستیو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.

یوسفزی په خپله ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه لیکلي چې اسلام‌اباد ګومان کاوه د موقتي فشارونو له لارې به د افغانستان نوی حکومت شا ته تګ ته اړ کړي، خو کابل په ثابت او قاطع دریځ وښوده چې د فشار ژبه نه مني.

نوموړي زیاته کړې چې له سیاسي پلوه دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان له لوري له داسې سخت، خپلواک او نه انعطاف منونکي دریځ سره مخامخ کېږي؛ هغه څه چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي معادلې نوې مرحلې ته داخلې کړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button