
ناتایید شوي رپوټونه وایي چې طالبان او امریکایان په قطر کې یو توافق ته رسېدلي دي.
باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي چې اوس دواړه لوري د توافق لیک په پښتو، دري او انګلیسي متنونو باندې کار کوي، څو نیمګړتیاوې له منځه یوسي.
د چارو کارپوه نظر محمد مطمین هم وایي چې د دواړو لورو تر منځ تړون بشپړ شوی دی.
هغه زیاتوي چې قطر د تړون لاسلیکېدو د مراسمو له پاره په چمتووالي بوخت دی.
بل خوا، ویل کېږي چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راځي او د ملي یووالي حکومت مشرانو سره به وګوري.
دواړو لورو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او راتلونکي کې د افغانستان څخه د ګواښ د نه متوجه کېدو په اړه ډېر بحثونه کړي دي.
د راتلونکي نظام په اړه به خبرې په بین الافغاني غونډو کې کېږي چې تمه ده ژر به دغه ډول غونډې پېل شي.



