راپورونهسلايډ

بلوچستان د نشه يي توکو په ستر مرکز بدل شوى؛ د پاکستان حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلې

د فرانس یوې ټلوېزیوني شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پاکستان په ځانګړي ډول د بلوچستان ایالت اوس یوازې د نشه يي توکو د لېږد لار نه ده پاتې، بلکې د تولید او مصرف په ستر مرکز بدله شوې سیمه ګرځېدلې ده.

راپور څرګندوي چې په تېرو څو کلونو کې په بلوچستان کې د کوکنارو کښت په پراخه کچه زیات شوی او دا سیمه د ناقانونه پوست د کرکېلې نوي مرکز په توګه راڅرګنده شوې ده. دا بدلون وروسته له هغه چټک شو چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د کوکنارو پر کښت بندیز ولګېد او هلته تولید په بې ساري ډول راکم شو.

د شنونکو په وینا، کله چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ودرول شو، تمه کېده چې پاکستان به د سرحدونو څارنه سخته او د نشه يي توکو مخنیوی جدي کړي، خو برعکس، په بلوچستان کې د کرکېلې او قاچاق لپاره زمینه برابره شوه. دا چاره د پاکستان د حکومت د کمزورې څارنې او ناکامې تګلارې څرګندونه کوي.

راپور زیاتوي چې پخوا پاکستان یوازې د نشه يي توکو د تېرېدو لار بلل کېده، خو اوس په خپله د تولید او پراخ مصرف په مرکز بدل شوی دی. د مصنوعي نشه يي توکو، په ځانګړي ډول د مېت امفېټامین (آیس) بازار هم پراخ شوی او دغه مواد په ازاده توګه د پاکستان ښارونو ته رسېږي.

د نشه يي توکو د دې پراخې سوداګرۍ ناوړه اغېزې په خپله د پاکستان پر ټولنه درنې پرېوتې دي. میلیونونه کسان د نشې له ستونزې سره مخ دي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه د مؤثرې مبارزې کومه څرګنده پایله نه ده ښودلې.

کارپوهان باور لري، که اسلام‌اباد د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره جدي او عملي ګامونه وانخلي، نو بلوچستان به لا هم د ناقانونه کښت او قاچاق پر مرکز پاتې شي او دا به د سیمې امنیت او اقتصاد ته نور هم زیان ورسوي.

ورته مطالب

Back to top button