
د پکتيا ولايت سلگونو اوسېدونکو نن په گردېز ښار کې د امنيتي چارواکو پر ضد لاريون کړی. هغوی نيوکه کوله چې چارواکي د خلکو د امنيت خوندي کولو کې پاتې راغلي.
لاريون کوونکو د اعتراض په ډول د ښار ټول دکانونه تړلي وو او گواښ يې کاوه چې تر څو يې غوښتنو ته ځواب نه وي ويل شوی، ښار به تړلی وي.
د پکتيا خلکو له امنيتي چارواکو وغوښتل چې ښار کې د سوداگرو، قومي مخورو او خلکو د ژوند د خونديتوب تضمين ورکړي.
د پکتيا اوسېدونکو په داسې حال کې دا لاريون کړی، چې درې ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو د پکتيا د سولې شورا غړی او قومي مخور حاجي اسحاق او د هغه زوی گردېز کې ووژل.
پکتيا وال وایي، له دې وړاندې هم گڼې ورته پېښې رامنځته شوې دي چې د قاتلينو يې هيڅ څرک نه لگېږي.




زه پدي پشتانه چوبتيايي نه پوهيژم. ولي هيچ سوك په طالبان پر ضد لاريون نه كوي. كله چي پشتانه د خپل ژوند ارزشت نمني مر شي او چوبتيايي اختيار كوي
دا هزاره مړه دی او هزارګان مظاهره کوی پشتانه دورزی ۱۰۰ مړه کی سوک سه نه وایی