افغانستان

متقي له د ملګرو ملتونو استازي سره مخه ښه ناسته؛ د همغږۍ پر دوام تینکار

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او استوګن همغږي کوونکي اندریکا رټواټې سره د مخه‌ښې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په افغانستان کې سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون او مل پلاوي هم ګډون درلود. دواړو لوریو د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

مولوي متقي په افغانستان کې د یوناما د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه د اندریکا د رول ستاینه وکړه او د هغه د راتلونکي ماموریت لپاره یې د بریا هیله څرګنده کړه.

اندریکا رټواټې هم د خپل ماموریت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او خپل ماموریت یې له مثبتو تجربو او خاطرو ډک وباله.

ورته مطالب

Back to top button