افغانستان

کابل او څو ولایتونه ۵.٨ درجې زلزلې ولړزول

د جمعې په ورځ، د حوت په لومړۍ نېټه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې نسبتاً زوروره زلزله احساس شوه. دغه زلزله په کابل، پروان، بغلان او پنجشېر کې محسوسه شوې او د سیمو اوسېدونکو یې شدت د پام وړ بللی دی.

د اروپا – مدیترانې د زلزلو مركز د معلوماتو له مخې، د زلزلې کچه ۵.٨ درجې وه او مرکز یې د بغلان ولایت په ختیځه برخه کې موقعیت درلود.

تر اوسه پورې د دې زلزلې له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی. اړوندې ادارې د وضعیت ارزونه کوي.

ورته مطالب

Back to top button