پاموړ

افغانستان کاناډا ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ زېږدېز کال شل اوریز نړیوال جام په لړ کې خپله څلورمه او وروستۍ لوبه په بریا پای ته ورسوله او د کاناډا کرېکټ ملي لوبډله ته یې د ۸۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۲۰۱ منډو ستر هدف وټاکه. د یاد هدف په ځواب کې کاناډايي لوبډله د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېده او له ټاکلي هدفه ۸۲ منډې کمې پاتې شوه.

په دې بریا سره افغان لوبډلې خپله سیالي په پیاوړي پیغام پای ته ورسوله.

ورته مطالب

Back to top button