افغانستانراپورونه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس ترسره شو، چې په پایله کې یې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول.

یاد کنفرانس د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، د سیردریا والي ارکینجون توردیموف، د اقتصاد وزارت مرستیال محمدعالم جمیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او لسګونو افغان او ازبک سوداګرو په ګډون جوړ شوی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره قوي اراده موجوده ده او همدې ارادې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې بې‌ساري کچې ته رسولې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره به د ۲۰۲۴ په پرتله د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي او د دواړو لورو ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ پر سر هم هوکړې شوې دي.

په ورته وخت کې د سیردریا والي د دواړو هېوادونو پر تاریخي او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې ولایت کې لسګونه افغان سوداګر فعاله ونډه لري. هغه د ګډو صنعتي پروژو، پراخو پانګونو فرصتونو او اروپايي بازارونو ته د ازبکستان د صادراتي ظرفیت یادونه هم وکړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لاسلیک شوي تفاهم‌لیکونه د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، جامو او درملو برخې رانغاړي، چې دا ګام کولای شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکو کې نوی فصل پرانیزي.

ورته مطالب

Back to top button