افغانستان
دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد: افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی

نن د سلواغې ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده. په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وینا وکړه.
نوموړي وویل چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی متوجه او اسلامي امارت د ټولو هغو ډلو د مهار وړتیا لري چې ښايي نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي. د هغه په وینا، د هېواد امنیتي بنسټونه پیاوړي شوي او د ثبات د ټینګښت لپاره لازم ګامونه اخیستل شوي دي.
دفاع وزیر زیاته کړه چې اسلامي امارت له هغو هېوادونو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي چې پخوا یې پر افغانستان یرغل کړی و، او ټینګار یې وکړ چې متقابل درناوی او تعامل د سیمې د ثبات په ګټه دی.
د سلواغې ۲۶مه په افغانستان کې هر کال د شوروي ځواکونو د وتلو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.



