افغانستان
، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو

د امارت مشرتابه په حکم د حکومت په لوړو بستونو کې بدلونونه راوستل شول.
د حکم له مخې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو.
همدارنګه، د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
دا بدلونونه د دولتي چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ په موخه ترسره شوي دي.



