راپورونهسيمه او نړۍ

اسلام‌اباد: له افغانستان سره جګړه نه غواړو، د ډیپلوماسۍ دروازه پرانیستې ده

یوه ورځ وروسته له هغې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، ښايي هېواد یې تر روژې مخکې پر افغانستان پوځي اقدام وکړي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، اسلام‌اباد له کابل سره د جګړې نیت نه لري.

اندرابي په اسلام‌اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال څرګنده کړه چې پاکستان نه غواړي د دواړو «وروڼو هېوادونو» ترمنځ اړیکې خرابې شي او د ډیپلوماسۍ لاره وتړل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې هېواد یې نه د ډیپلوماسۍ دروازه تړي او نه هم د جګړې دروازه پرانیزي.

هغه زیاته کړه: «ډیپلوماسي حتا د جګړو پر مهال هم روانه وي، او د نښتو پر وخت هم دوام لري.»

د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند خبرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه بېلابېل غبرګونونه راپارولي، خو اسلام‌اباد هڅه کوي وښيي چې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او تعامل لاره غوره بولي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button