راپورونهسيمه او نړۍ

خلیلزاد: پاکستان د ستمبر١١ پیښې وروسته ځان امریکا ته «په کرایه» ورکړی و

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، پر خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، اعتراف کړی چې هېواد یې د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته ځان امریکا ته «په کرایه» ورکړی و.

خلیلزاد په خپل پیغام کې پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان حکومت په هماغه موده کې د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته پناه نه ورکوله؟ هغه زیاته کړې، که دا خبره سمه وي، نو باید روښانه شي چې پاکستان په بدل کې له چا او څه ترلاسه کول.

د نوموړي په وینا، دا به په زړه پورې وي چې خواجه اصف په ډاګه کړي آیا پاکستان د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته د پناه ورکولو په بدل کې کوم امتیاز یا ملاتړ ترلاسه کړی، که نه دا اقدام د بل نامعلوم دلیل له مخې ترسره شوی و.

تر دې دمه د پاکستان د دفاع وزارت یا خپله خواجه اصف د خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Tags

ورته مطالب

Back to top button