د ځلاند ويب پاڼې په اړه يو اړين سپیناوی

ځلاند ويب پاڼه په ۲۰۱۵ميلادي کال کې د يوې ډلې ځوانو ليکوالو اومحصلينو له لورې جوړه شوه ترڅو د خپلې خوښې مطالب،عامه معلومات او ورځني موثق خبرونه تر لوستونکو ورسوي.

دې پاڼې نه له اوله کوم مشخص سیاسي ليدلوري لاره اونه ېې اوس لري.

البته ملي ګټې او دیني چوکاټونه رعایتول يې تل د بل هرمسلمان افغان په څېر خپله وجېبه ګڼلې اوپه دې لاره کې يې د هر سياسي جهت توندې نېوکي اوتورونه هم پرځان منلې.

ځلاند ویب پاڼه دا وخت هېڅ مالي تمویلوونکی نلري. البته له دې وړاندي د هيواد يوتن ملي سوداګر د خپل ملي احساس له مخې له دې پاڼې سره مرسته کوله.
خو له څه مودې راهیسي هغه هم خپله مرسته درولې او دا مهال د پاڼې چلوونکې هڅه کوې چې له ټولو ستونزو سره سره خپله دغه بله کړې ډيوه مړه کېدوته پرینږدي.

د خواله او ټولنیزو رسنيو دقت لرونکې اوځیرک فعالان دا درکوي چې دغه ويب پاڼه کوم شحص ته منسوبه نه ده، بلکې د ځلاند کلمه د يوه ادبي او فرهنګي مفهوم په توګه د پاڼې چلوونکو خپلې پاڼې نوم غوره کړی.
خو له بده مرغه ځینې د سطحي پوهي لرونکې او د برسيرن درک خاوندان فیسبوکې فعالان تش د ويب پاڼې نامه ته په کتلو دا پاڼه ډاکټرفيض محمدځلاند ته منسوبوي او د هرمطلب اوخبر په اړه په خپلو کمنټونو کې فیض ځلاند ته ځوابې خطاب کوی
.د پاڼې چلوونکو تر ډيره وخته داډول تبصيرو ته اهمیت ورنکړ.خو بالاخره موږ دا خپل اخلاقې مسولیت وګاڼه چې په هغو ناخبرو اوېاقصدي کمنټ کوونکو غاړي خلاصي کړو چې زموږ له پاڼې ښاغلي ځلاند ته په تبصیروکې ځوابونه وايي.

دا پاڼه له ښاعلي ځلاند سره هيڅ اړه او اړيکه نلرې او دا زموږ اخلاقي مسوليت دی چې په اېنده کې دا ډول تبصيري خپربدو ته پرينږدو او تل به يې ړنګې کړو
.

درنښت
دځلاند ويب پاڼې اداره

Back to top button