سلايډسيمه او نړۍ
ابو عبیده: د غزې برخلیک به یوازې فلسطینیان ټاکي

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي چې د اشغالګرو وسایل او همکاران له سخت برخلیک سره مخ دي او پایله به یې له منځه تګ وي.
هغه ټینګار کړی چې دښمن به ونه شي کولای خپل همکاران او تجهیزات خوندي وساتي.
ابو عبیده زیاته کړې چې دښمن پر ملکي وګړو زور ازمایي او د مقاومت پر هغو جنګیالیو بریدونه کوي چې د لوږې او کلابندۍ له امله ستړي شوي دي.
نوموړي دا ډول کړنې له مېړانې او زړورتیا لرې بللې دي.
هغه یو ځل بیا د مقاومت پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غزې برخلیک به یوازې فلسطینیان ټاکي.