بخار بدلیدونکي مرګ، د جګړې د وسلو ځانګړتیاوې او اغیزې

لیکنه: عبدالحمید جلیلي
د کميکل بمونو او راکټونو استعمال له امله تر 3500 زره فلسطینیان په بخار تبدیل شوي او د بدن اثرات ورک دي.
غزې پر خاوره روانه جګړه یوازې د ویجاړۍ، چاودنو او بمبارۍ کیسه نه ده؛ دا د انساني وجود د بشپړ له منځه تللو، د بدن د نښو د ختمېدو او داسې مرګ یوه شاهکار ده چې تر دې وړاندې یوازې د اټومي یا ډېر پرمختللو وسلو په اړه ویل کېده.
د الجزیرې تازه تحقيقاتي راپور (چې په ۲۰۲۶ فبروري کې خپور شوی او د “للقصة بقية” په نوم یوې ځانګړې برخې برخه ده) دا وحشتناک حقیقت په ډاګه کوي چې دا جګړه د شمېر له پلوه نه، بلکې د ماهیت له اړخه یوه بېمثاله انساني فاجعه ده. راپور له غزې د مدني دفاع له ټیمونو، روغتیايي چارواکو او ډاکټرانو سره د مالوماتو پر بنسټ وایي چې زرګونه فلسطینیان په داسې ډول وژل شوي چې له هغوی څخه هیڅ جسد پاتې نه دی — نه هډوکي، نه سوځېدلي غړي، نه د DNA د اخیستلو امکان؛ یوازې د وینې واړه نښې، د دیوال پر مخ د انساني سیوري طرحې، یا په خاوره کې د ژوند وروستۍ څاڅکي.
د مدني دفاع چارواکي وایي: کورونه بمبار شوي، کورنۍ پکې اوسېدلې، خو د کورنۍ له پنځو غړو څخه یوازې دوه یا درې جسدونه موندل کېږي. پاتې کسان داسې ورک دي لکه هیڅکله یې هلته شتون نه وي درلودلی. دا یوازې اټکل نه دی؛ د راپور له مخې ۲,۸۴۲ کسان داسې ثبت شوي چې مرګ یې تایید شوی، خو جسد یې هیڅ نشته — دا شمېره یوازې هغه کسان دي چې د مدني دفاع له خوا مستند شوي دي.
راپور دا حالت د فوقالعاده تودوخې او فشار لرونکو وسلو پایله بولي چې د عادي چاودېدونکو بمونو په څېر یوازې ټوټې کول او ړنګول نه کوي، بلکې داسې اوري بال (fireball) جوړوي چې حرارت یې تر ۳۵۰۰ درجې سانتيګراد (۶۳۳۲ فارنهایټ) پورې رسېږي. په داسې حرارت کې انساني بدن — چې شاوخوا اتیا سلنه یې اوبه دي — په ثانیو کې خپل فزیکي جوړښت له لاسه ورکوي: اوبه په چټکۍ جوشېږي، نسجونه تجزیه کېږي، غوړ سوځي او بدن د سوځېدو پر ځای بخار ته اوړي او په هوا کې خپرېږي.
د راپور په اساس، دا اغېزې په ځانګړي ډول د امریکا جوړو درنو بمونو سره تړاو لري:
MK-84 (شاوخوا ۹۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی بم): دا بم د ترایتونال (tritonal) په نوم چاودېدونکي مواد کاروي چې المونیم پوډر پکې شامل وي. د چاودنې پر مهال غیرعادي تودوخه او پراخ اور تولیدوي چې اغېز یې له هدف څخه بهر هم پراخېږي.
BLU-109 (بنکر بسټر): دا بم د کلکو جوړښتونو د ننوتلو لپاره ډیزاین شوی، خو کله چې په ګڼ مېشتو ملکي سیمو کې وکارول شي، د ودانیو دننه د تودوخې او فشار قاتلانه څپه بند پاتې کېږي او انسانان نه یوازې وژني، بلکې د هغوی جسدونه داسې تباه کوي چې پېژندل یې ناممکن کېږي.
GBU-39 (کوچنۍ قطر لرونکي دقیق هدایت لرونکي بمونه): که څه هم د “دقیق برید” په نوم یادیږي، خو په ګڼ مېشتو سیمو کې د کارولو پر مهال د فشار او تودوخې ګډه مرګونې څپه رامنځته کوي چې پر سږو، داخلي غړو او نسجونو مستقیمه اغېزه کوي.
د غزې د مدني دفاع ویاند په راپور کې ویلي: کله چې موږ بمبار شوی کور پلټو، ډېر وخت داسې پېښې وینو چې د یوې ټولې کورنۍ غړي په رسمي ډول شهیدان ګڼل کېږي، خو له هغوی څخه یوازې د څو کسانو پاتې شونډې موندل کېږي. نور داسې ورک دي لکه په هوا کې منحل شوي وي. کله ناکله یوازې د وینې سپری، د پوستکي واړه ټوټې یا د دیوال پر مخ د انساني شکل سیوري پاتې وي — دا هغه انځورونه دي چې د عادي بمبارۍ له تصور سره هیڅ سمون نه خوري.
ډاکټران او عدلي طب پوهان وایي چې دا ډول مرګ د بشري وجود له بنسټیزو اصولو سره ټکر لري:
د DNA د اخیستلو امکان نشته
د جنازې او کفن دوديز مراسم ناممکن دي
کورنۍ د مرګ رسمي سند ترلاسه کوي، خو د خپل عزیز د جسد د لیدو، غږولو او وروستي وداع کولو حق ترې اخیستل کېږي
دا یوازې فزیکي مرګ نه دی؛ دا د انساني کرامت، د ماتم حق او د یادګار پاتې کېدو له منځه وړل دي.
راپور په ډاګه پوښتنه راپورته کوي: ایا دا ډول وسلې — چې د ملکي او پوځي هدف تر منځ توپیر نه شي ساتلی — د نړیوال بشري قانون، د جګړې د اصولو او د جنګي جنایتونو د مخنیوي له کنوانسیونونو سره سمون لري؟ حقوقي کارپوهان وایي چې کله دا بمونه په ګڼ مېشتو ملکي سیمو کې په سیستماتیک ډول وکارول شي، نو دا د جګړې له چوکاټ څخه وځي او د جنگي جنایت او حتی د نسلوژنې کچې ته رسېږي — ځکه دلته یوازې ژوند نه اخیستل کېږي، بلکې د انسان وجود، حافظه او تاریخ هم محوه کېږي.
په پای کې، الجزیرې راپور دا حقیقت په زړه پورې ډول مخې ته کېږدي:
غزه یوازې د بمونو تر برید لاندې نه ده، بلکې داسې وسلو پرې تجربه کېږي چې د انسان د مرګ پخوانی تصور بدلوي. دا جګړه د شمېرو جګړه نه ده؛ دا د معنا جګړه ده — د دې پوښتنې جګړه چې انسان تر کومه حده کولای شي د وسلې په وسیله له خپل جسد، له خپلې حافظې او له تاریخ څخه په بشپړه توګه وویستل شي؟
دا وحشتناکه کیسه نه یوازې د غزې د خلکو درد روښانه کوي، بلکې د ټولې بشري ضمیر لپاره یوه ژوره او دردناکه پوښتنه پریږدي.



