راپورونهسلايډ

پخواني پاکستاني ډیپلوماتان: له افغانستان سره خبرې اترې یوازینۍ حللاره ده

اسلام‌اباد — د پاکستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې ګردي مېز غونډې پر مهال ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته اختلافونو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار رغنده خبرې اترې او دوامدار تعامل دی.

دغه ناسته چې د «اسلام‌اباد ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز» له لوري جوړه شوې وه، ګډونوالو پکې ویلي چې د افغانستان وضعیت په مستقیم ډول د سیمې پر امنیتي معادلو اغېز لري او هر ډول بې‌ثباتي نه یوازې ګاونډیان، بلکې ټوله سیمه اغېزمنولای شي.

ویناوالو د افغانستان او پاکستان اړیکې متقابلې او ژورې بللې او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به له دواړو هېوادونو ورهاخوا منفي پایلې ولري. هغوی ټینګار وکړ چې د منظم ډیالوګ له لارې سیاسي او امنیتي ستونزې ښه مدیریت کېدای شي.

دوی دا هم وویل چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او ښه ګاونډیتوب اصل ته ژمن دی، او اسلام‌اباد ته په کار ده چې د فشار او تورونو پر ځای د باور جوړونې عملي ګامونه واخلي. د شنونکو په باور، پر کابل بې‌باوره دریځونه او یو اړخیز تورونه د ستونزو د حل پر ځای کړکېچ ژوروي.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې سیمه‌ییز ثبات هغه مهال ټینګېدای شي چې دواړه لوري پر متقابل اعتماد، اقتصادي همکاریو او امنیتي همغږۍ تمرکز وکړي. د افغانستان په اړه رغنده سیاست نه یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه تمامېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button