د پاکستان حکومتي پورونه په ریکارډ کچه لوړ شول؛ په یو کال کې ۶۸۸۲ میلیارده روپۍ زیاتوالی

د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پاکستان فدرالي حکومت د کورنیو او بهرنیو پورونو کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. د بيبيسي اردو د خبریال تنویر ملک د راپور له مخې، چې د پاکستان د سټیټ بانک پر رسمي شمېرو ولاړ دی، یوازې په تېر یو کال کې د حکومت ټول پورونه ۶۸۸۲ میلیارده روپۍ زیات شوي دي.
شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر پایه د پاکستان د حکومت ټول پورونه ۷۸۵۲۹ میلیارده روپیو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دا رقم د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په پای کې ۷۱۶۴۷ میلیارده روپۍ و. دا بدلون په یو کال کې ۹.۳ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
د راپور له مخې، یوازې په یوې میاشتې کې هم د پورونو په کچه کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی. د ۲۰۲۵ کال د نومبر په پای کې ټول پور ۷۷۵۳۶ میلیارده روپۍ و، خو د دسمبر تر پایه دا رقم ۷۸۵۲۹ میلیارده ته ورسېد، چې نږدې ۱.۳ سلنه میاشتنی زیاتوالی ښيي.
د پورونو په جوړښت کې هم کورني پورونه ستره برخه جوړوي. د دسمبر تر پایه د کورني پور کچه ۵۵۳۶۳ میلیارده روپیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې بهرنی پور ۲۳۱۶۶ میلیارده روپۍ ثبت شوی دی.
اقتصادي شنونکي وايي، د پورونو دا پرلهپسې زیاتوالی کولای شي پر ملي بودیجې، د سود پر ورکړو او اقتصادي ثبات منفي اغېزې ولري، او حکومت ته به اړینه وي چې د عوایدو زیاتولو او لګښتونو کنټرول لپاره جدي ګامونه واخلي.



