
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوال جام په یوې زړه راښکونکې او له هیجانه ډکې لوبې کې د سویلي افریقا پر وړاندې په دوهم سوپر اوور کې د څلورو منډو په توپیر ماتې ومنله.
افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبغاړو د زړورتیا او منظمې لوبې په مټ همدومره منډې پوره کړې او لوبه یې مساوي کړه. رحمانالله ګربز د ۴۲ توپونو پر مټ د ۸۴ منډو په جوړولو سره د لوبې ستوری وګرځېد.
له مساوي کېدو وروسته سیالي سوپر اوور ته ولاړه. په لومړي سوپر اوور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې چې ډېری یې د عظمتالله عمرزي له لوري ترلاسه شوې، خو سویلي افریقا هم ۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه یو ځل بیا مساوي شوه.
په دوهم سوپر اوور کې سویلي افریقا ۲۳ منډې هدف وټاکه. که څه هم ګربز د څو پیاوړو شپږیزو په وهلو هیله ژوندۍ وساتله، خو افغانستان ونه توانېد چې هدف پوره کړي او په پای کې د څلورو منډو په توپیر مات شو.
دا د ډي ګروپ څلورمه لوبه وه چې د هند د نریندرا مودي په لوبغالي کې ترسره شوه او تر وروستۍ شیبې پورې له سخت رقابته ډکه وه. اوس مهال سویلي افریقا او نیوزیلنډ د ګروپ په سر کې دي چې هر یوه دوه بریاوې خپلې کړې دي، او افغانستان به په راتلونکو سیالیو کې بریا ته اړتیا ولري څو د بل پړاو هیله ژوندۍ وساتي.



