
د پاکستان د مذهبي ګوند پخواني مشر سراج الحق کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یې پر خبرو ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، له رییسالوزرا او د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې خبرې کړې دي. د ده په وینا، افغان لوري ټینګار کړی چې هر هېواد باید د خپلې خاورې د امنیت مسوولیت پخپله پر غاړه واخلي.
سراج الحق ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا د ولسونو په ګټه نه ده او سیمهییز ثبات د متقابل تفاهم له لارې شونی دی.
شنونکي باور لري، که دواړه هېوادونه د سیاسي اختلافونو پر ځای د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې پیاوړې کړي، نو نه یوازې به د دواړو ولسونو ترمنځ باور زیات شي، بلکې سیمهییز ثبات به هم ټینګ شي.



