د پرون کیسهراپورونه

د جیفري ایپسټین د مرګ په اړه نوی شک؛ ډاکټر د ځان‌وژنې روایت ردوي

ځلاند وېبپاڼه، د کم عمره نجونو د جنسي ځورونې او انساني قاچاق په تور تورن امریکايي پانګه‌وال جیفري ایپسټین د مرګ په اړه تازه ادعاوې راپورته شوې دي. یوه عدلي ډاکټر ویلي چې د هغه مړینه ښايي ځان‌وژنه نه، بلکې احتمالي قتل وي.
یاد ډاکټر ټینګار کړی چې د ایپسټین د غاړې ټپونه د عادي ځان‌وژنې له نښو سره بشپړ سمون نه خوري او امکان شته چې هغه ګلا‌بند شوی وي. دا څرګندونې د هغه قضیې په اړه نوي شکونه راولاړ کړي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې تر پوښتنې لاندې ده.
ایپسټین د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د نیویارک په یوه فدرالي زندان کې مړ وموندل شو، او چارواکو هغه مهال دا پېښه ځان‌وژنه بللې وه. خو د امریکا د عدلیې وزارت له لوري د اړوندو دوسیو خپرېدو سره بیا د مرګ څرنګوالی د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده.
په همدې تړاو، د نړیوال لوژستیکي شرکت «ډي پي ورلډ» مشر سلطان احمد بن سلیم هم له دندې استعفا ورکړې ده. په خپرو شویو اسنادو کې راغلي چې ایپسټین له نوموړي سره اړیکې لرلې او حتی د یوې ویډیو د استولو له امله یې ترې مننه کړې وه.
د عدلیې وزارت تازه خپرو شویو معلوماتو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د ایپسټین مرګ رښتیا هم ځان‌وژنه وه که تر شا یې بل لاس کار کړی؟ څېړونکي وايي، ښايي راتلونکې پلټنې د دې لانجمنې قضیې نور پټ اړخونه هم روښانه کړي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button