راپورونهسيمه او نړۍ
ټرمپ په جنګی جرمونو تورن یو بل عسکر هم وبښلو

د ټرمپ له لوري د جنګي مجرمینو عفوه کولو په امریکا کې جنجال جوړ کړی دی. ټرمپ په وروستي اقدام کې یو ځل بیا د امریکا د سمندري ځواک په جنګي جنایت تورن افسر ته عفوه کړې ده.
ټرمپ ویلي چې د نوموړي له محاکمې راضي نه دی او باید ازاد کړل شي. خو د امریکا د سمندري ځواک قومندان د ټرمپ ددغه پرېکړې مخالفت کړی دی.
نوموړي د یاد افسر پر محاکمه کېدو ټینګار کړی دی. ټرمپ یې په ځواب کې د یاد مهم او لوړپوړي قومندان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده او د امریکا ددفاع وزیر نوموړی له دندې ګوښه کړی دی.
دې مسئلې د امریکايي چارواکو ترمنځ ناندرۍ را ولاړې کړې دي. ټرمپ تر دې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې په جنګي جنایت او د عامو خلکو په وژنه تورن دوه امریکايي عسکر هم عفوه کړي وو.



