تورخم کې د وسلو ستره محموله ونیول شوه؛ د پاکستان دوهمخیز سیاست یو ځل بیا بربنډ شو

تورخم کې امنیتي ځواکونو له پاکستانه افغانستان ته د رالېږدول کېدونکو وسلو او مهماتو یوه لویه محموله نیولې ده؛ داسې محموله چې شمېر او ډول یې د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د ننګرهار د چارواکو په وینا، کشفي او ځانګړو ځواکونو په دوو موټرو کې چې د کډوالو تر نوم لاندې تګ راتګ کاوه، ټولټال ۵۲۵ میله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي. په دې کې ۲۷ زره فایره مرمۍ، ۲۰۰ بنډله پرمیکاټ، لس میله امفور، لس لېزرونه، لس دوربینونه، ۱۷ میله ټيټيکوف، یو کلهکوف او ۴۹۷ میله بېلابېل ډوله توفنګچې شاملې دي.
چارواکي وایي، د دغې محمولې په تړاو یو افغان او یو پاکستانی وګړی هم نیول شوي دي.
خو دا پېښه یوازې د یوې محمولې نیول نه دي؛ بلکې هغه ادعاوې بیا تازه کوي چې ګواکې د افغانستان پر ضد د وسلو او ناامنۍ ډېری سرچینې د پاکستان له خاورې راولاړېږي. که څه هم پاکستان تل ځان د ترهګرۍ قرباني معرفي کوي، خو دا ډول پېښې هغه شکونه پیاوړي کوي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او تجهیز تر شا منظمې شبکې موجودې دي.
کارپوهان وایي، په دومره کچه د پرمختللو وسلو لېږد ښيي چې موضوع یوازې د قاچاق په کچه نه ده، بلکې تر شا یې پراخې اړیکې او ملاتړ شته. د دوی په باور، دا ډول کړنې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی او نړیواله ټولنه باید پرې چوپه پاتې نه شي.
افغانستان چې له څو لسیزو جګړو ستړی دی، نور نه غواړي خاوره یې د پردیو د سیالیو او ستراتیژیو ډګر وګرځي. امنیتي بنسټونه ټینګار کوي چې د هر ډول ورانکارو هڅو پر وړاندې به جدي او پرېکنده اقدام کوي.



