راپورونهسيمه او نړۍ

د ایران تلویزون له لوري د اسراییلو د اوو چارواکو د هدف ګرځولو ګواښ نشر شو

د تایمز اسرائیل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران یوې دولتي ټلوېزیوني شبکې د اسراییلو د اوو لوړپوړو چارواکو نوملړ خپور کړی چې د مستقیم ګواښ بڼه لري.

د راپور له مخې، د ایران د «افق» شبکې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د موساد مشر داوید بارنئا، د دفاع وزیر اسرائیل کاتس، د پوځ لوی درستیز ایال زامیر، د هوايي ځواک قومندان تومر بار، د پوځي استخباراتو رئیس شلومی بیندر او د عملیاتو د ادارې مشر ایتزیک کوهن انځورونه د هدف نښو سره خپاره کړي دي.

ویل کېږي چې د یاد پروګرام ویاند په عبري ژبه ویلي: «موږ به ستاسو د مرګ وخت وټاکو، د ابابیل انتظار وباسئ» چې د ایران جوړو شویو بې‌پیلوټه الوتکو ته اشاره بلل شوې ده.

تر اوسه د اسراییلو حکومت په رسمي ډول د دې خپرونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکي دا اقدام د سیمه‌ییزو کړکېچونو د زیاتېدو نښه بولي.

ورته مطالب

Back to top button