سيمه او نړۍ
د بنګلهدېش په ټاکنو کې بي اېن پي دوه پر درېیمه اکثریت خپل کړ

د بنګلهدېش نیشنل ګوند (بي اېن پي) د هېواد په ۱۳م عمومي ټاکنو کې د دوه پر درېیمه اکثریت په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه او جماعت اسلامي دوهم مقام خپل کړ.
د راپورونو له مخې، بي اېن پي او متحدینو یې له ۳۰۰ څوکیو څخه ۲۰۹ وګټلې او په ملي شورا کې یې پیاوړی اکثریت ترلاسه کړ.
جماعت اسلامي ۶۸ څوکۍ او نیشنل سټیزن ګوند یوازې پنځه څوکۍ خپلې کړې دي.
دغه ټاکنې د تېر کال د پراخو اعتراضونو وروسته ترسره شوې چې له امله یې د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینه واجد حکومت پای ته ورسېد.
د بي اېن پي مشري طارق محمود کوي، چې د صدراعظمۍ لپاره یې د فساد ضد مبارزې او اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کړې دي.
نړیوال څارونکي هیله څرګندوي چې د دغو ټاکنو پایلې به په هېواد کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي.



