
۱۴۰۴ د سلواغې ۲۲مه – د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
دا تړونونه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شول.
د تړون له مخې به په کابل (نغلو)، پروان (باریکآب) او غزني کې ټولټال ۳۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا تولید شي.
همدارنګه به په تخار کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان کې ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا پروژه عملي شي.
په دغو پروژو نږدې ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي.
ټاکل شوې لمریزې پروژې په دوو کلونو او د ډبرو سکرو پروژې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.



