راپورونهسلايډسيمه او نړۍ

د افغانستان او ایران ترمنځ د نفتي موادو د کیفیت او بیو پر کمولو خبرې وشوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو له مرستیال سید محمد موسوي سره لیدنه کړې ده.

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د نفتي موادو او اوبلن ګاز د کیفیت د ساتنې، د بیو د راکمولو او افغانستان ته د واردېدونکو توکو د ترانزیټي اسانتیاوو په اړه مفصلې خبرې اترې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان لوري د معیاري او باکیفیته نفتي توکو پر وارداتو ټینګار کړی او د مناسبو بیو د تامین غوښتنه یې کړې ده.

ویل کېږي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

ورته مطالب

Back to top button