روغتيا

وچ دڼیا؛ د حافظې پیاوړتیا او ذهني ارامتیا لپاره ګټور بوټی

وچ دڼیا (خشک ګشنیز) نه یوازې د خوړو خوند زیاتوي، بلکې ګڼې روغتیایي ګټې هم لري. د طبعي درملنې په برخه کې د دې بوټي کارول له پخوا راهیسې دود دي او اوسني څېړنې هم د دې ځینې ګټې تائیدوي.

وچ دڼیا د هاضمې لپاره ډېره ګټوره بلل کېږي. دا د معدې ګاز، پړسوب او قبض په کمولو کې مرسته کوي او د معدې تېزابیت راکموي. هغه کسان چې د بد هضمۍ ستونزه لري، کولی شي له وچې دڼیا څخه ګټه واخلي.

همدارنګه، وچ دڼیا د بدن د اضافي غوړ په کمولو او د مېتابولیزم په چټکولو کې مرسته کوي، چې د وزن د کنټرول لپاره مهم ګڼل کېږي. دا بوټی د وینې د شکر کچه هم متوازنه ساتي او د شکر ناروغانو لپاره ګټور تمامېږي.

د وچې دڼیا بله مهمه ګټه دا ده چې په بدن کې خراب کولېسټرول (LDL) کموي او ښه کولېسټرول (HDL) زیاتوي، چې د زړه د روغتیا لپاره مهم دی. سربېره پر دې، دا د وینې په پاکولو او له بدنه د زهري موادو په ایستلو کې مرسته کوي.

په وچې دڼیا کې شته انټي‌اکسیدنټونه او ویټامینونه د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او له میکروبونو او بکتریاوو سره د مبارزې وړتیا زیاتوي، چې د بېلابېلو انتاناتو مخه نیسي.

د پوستکي لپاره هم وچ دڼیا ګټوره ده؛ دانو، خارښت او د پوستکي د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.

همدارنګه، وچ دڼیا د کلسیم او مګنیزیم ښه سرچینه ده، چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

یادونه: که څه هم وچ دڼیا ګڼې ګټې لري، خو د هر ډول دوامدارې ناروغۍ په صورت کې باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

Tags
Back to top button