پاموړګنګوسې

روس کې پر واټس‌اپ بشپړ بندیز ولګېد

مسکو کې د ولادیمیر پوتین ادارې په رسمي ډول د میټا پلیټ فارم تر ملکیت لاندې پیغام‌رسوونکې اپلېکېشن واټس اپ بند کړی او دا یې له روسي انټرنېټي ډایرکټرۍ څخه ایستلې ده. راپورونه وایي، دغه اقدام له تېر کال راهیسې د احتمالي بندیز تر خبرداری وروسته عملي شوی دی.

اټکل کېږي چې په روسیه کې له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېر کاروونکي واټس‌اپ کاروي. د روسي چارواکو په وینا، حکومت غواړي وګړي یوې کورنۍ پیغام‌رسوونکې اپلېکېشن ته واوړي چې د چین د ويچټ(WeChat) په څېر ډیزاین شوې، خو د پای-تر-پای کوډګذارۍ (End-to-End Encryption) بشپړ امنیت نه لري.

میټا په خپل غبرګون کې ویلي، روسي حکومت هڅه کوي واټس‌اپ په بشپړ ډول بلاک کړي څو کاروونکي یوې دولتي څارل کېدونکې اپ ته انتقال کړي. شرکت زیاتوي چې دا اقدام به له ۱۰۰ میلیونو ډېر روسي کاروونکي له خوندي مخابراتي اسانتیاوو محروم کړي.

تر دې وړاندې، روسي حکومت د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه ټیلیګرام (Telegram) هم له انلاین ډایرکټرۍ لرې کړی و، او د فیسبوک او انسټاګرام لاسرسی یې هم محدود کړی دی. راپورونه همداراز وایي چې پر یوټیوب هم بندیز لګېدلی، خو لا روښانه نه ده چې دا پلیټفارم په بشپړ ډول له ډایرکټرۍ ایستل شوی که نه.

Tags

ورته مطالب

Back to top button