
امریکایانو په کونړ ولایت کې هغه طالبان وژلي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې خلاف جنګېدل.
سرچینې وايي چې وړمه شپه امریکایانو د کونړ ولایت د دیوه ګل درې په چلس سیمه کې بمباري کړې او ۱۷ تنه هغه طالبان یې وژلي دي چې له داعش سره د جګړې لپاره خوست څخه کونړ ولایت ته راغلي وو.
سرچینه وايي چې طالبانو له پکتیکا او خوست ولایتونو څخه یو شمېر جنګیالي له داعش ډلې سره د جګړې لپاره کونړ ولایت ته لېږلي دي.
بلخوا ویل کېږي چې داعش ډله غواړي د خلافت راډيو پر ځای د البیان په نوم نوې راډیو فعاله کړي چې په ټول هېواد کې به اورېدل کېږي.
د یادولو ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو سره همهاله داعش ډله یو ځل بیا په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د نفوذ په حال کې ده.
بل لوري ته پر زيات شمېر افغانانو سربېره روسيه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه داعش امريكايي پروژه بولي، چې پخوا يې څو ځله په افغانستان كې د امريكايي هليكوپترو په واسطه له يوه ځايه بل ته د لېږد خبرونه خپاره شوي دي او دغه هېوادونه يې د سيمې امنيت ته ستر ګواښ بولي.



