راپورونهسيمه او نړۍ
ټرمپ: دا افغانستان و چې شوروي اتحاد یې په روسیه بدل کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دا افغانستان و چې پخوانی شوروي اتحاد یې په اوسنی روسیې بدل کړ.
ټرمپ دا خبرې سپینې ماڼۍ کې یوې وینا کې کړي.
د ټرمپ اشاره په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ماتې ته ده.
شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کې په افغانستان یرغل وکړ او تقریبا لس کاله وروسته له افغانستانه ووته چې بیا ترې جمهوریتونو ازادي واخیسته.



