کابلوف: طالبان له امریکا څخه د سولې هوکړې ضمانت کې روسیه او چین غواړي
ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستۍ هوکړه به د روانې اګست میاشتې په ۱۹ مه په ناورې هېواد کې لاسلیک شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبانو پر روسیې غږ کړی چې له امریکا سره د دې ډلې د سولې هوکړې ضمانت وکړي.
کابلوف زیاته کړې چې له امریکا سره د سولې په تړون کې د طالبانو یوه مهمه اړتیا دا ده چې روسیه او چین دغه تړون تضمین کړي. نوموړي زیاته کړې، روسیه تمه لري، چې امریکا به له دې هېواد سره د سولې د خبرو وروستۍ پایلې شریکې کړي.
ضمیر کابلوف ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کولو لپاره د امریکا شرط دا دی چې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره رسمي خبرې پیل کړي. ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستۍ هوکړه به د روانې اګست میاشتې په ۱۹ مه په ناورې هېواد کې لاسلیک شي.
د معلوماتو له مخې د روسیې، چین، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، ایران او د پاکستان استازي به د تړون لاسلیک کولو څخه څارنه وکړي.



