راپورونهسيمه او نړۍ
قطر او روسیې د افغان سولې په اړه خبرې کړي

قطر دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې وروستۍ هوکړې په هکله نهم پړاو خبرې روانې دي چې تراوسه يې پايلي نه دي په ډاګه سوې
د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره اړیکه نیولې او د افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.
لاوروف ویلي دوی په سیمه کې د امنیت د خوندیتابه او وضعیت د کنټرول لپاره هڅه کوي.
د روسيې او قطر هغه دوه کليدي هېوادونه دي چې د سولې روانه پروسه او خبرې ورسره نژدې اړيکه لري، ځکه کچيري امريکا او طالبان هوکړې ته رسيږي نو روسيه به يې ضمانت، همدا شان د قطر دوحه کې ددې پروسې په هکله دا نهمه اوږده غونډه چې نيول کيږي



