شعر
غزل || جانان خدرخېل

دومره خوږ مې تر غوږونو د یار نوم شي
لکه ښه شعر چې په ښه غږ ترنم شي
قدمونه دې ډېر لوړ مه ږده صاحبه
داسې نه شي چې ولس درته مظلوم شي
انقلاب هم دومره ډېر ولاکه بد وي
ښه وي ښه او بد ښه سم پکې معلوم شي
هیڅ شی سخت نه دی، یوازې ته داوود شه
دغه غرونه به پخپله درته موم شي
ته بېخي ازغي پرسته یې “جانانه”
چې ګلونه دې تر دې حده محکوم شي
جانان خدرخېل
١٤٠٤/١١/١٥



