شعر
غزل || استاد لطف الله خیرخواه

دا ګبینی شاتو خراب کړی دی
عقل کمالاتو خراب کړی دی
پوه نه شومه څه دې ويل وبښه؟
فکر مې حالاتو خراب کړی دی
لاس په سينه مه ودرېږئ ښه به شي
خان صيب تشريفاتو خراب کړی دی
سترګې دې بڼو ډزو ته جوړې کړې
امن سوله ساتو خراب کړی دی
څومره چې خبر نه وي ارامه وي
ذهن معلوماتو خراب کړی دی
چورلي بې دمې د خوند او ګټې نه
ژوند چې مادياتو خراب کړی دی
سم دم و خيرخوا خو چې غريب و لږ
اوس خو امکاناتو خراب کړی دی



