ګنګوسې
د قمر جاوېد باجوه د کور په تشناب کې د غورځېدو له امله ټپي شوی دی

د پوځ د عامه اړیکو څانګې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی په کور کې د پېښې له کبله ژوبل شوی او دا مهال په مرکزي پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
بلخوا د اې آر وای او جیو رسنیو ترڅنګ د پاکستان تحریک انصاف ځینې پلویان ادعا کوي چې باجوه په تشناب کې غورځېدلی او سخت ټپي شوی دی.
باجوه په ۲۰۱۶ کال کې د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف له لوري د پوځ لوی درستیز وټاکل شو، چې ټاکنه یې هغه مهال د ډېرو لپاره د حیرانتیا وړ بلل کېده.
د هغه لومړنۍ کاري موده په ۲۰۱۹ کال کې پای ته ورسېده، خو وروسته یې د دندې موده د دریو نورو کلونو لپاره هم وغځول شوه.



