د داعش ۵۷۰۰ بندیان له سوریې عراق ته ولېږدول شول

د امريکا مرکزي قومندانۍ (سینټ کام) اعلان کړی چې د داعش ۵۷۰۰ څخه زیات بندیان یې له شمال ختیځې سوریې څخه عراق ته لېږدولي او دا ۲۳ ورځنی ماموریت د وروستي پرواز په ترسره کېدو سره بشپړ شوی دی.
د سینټ کام په وینا، دغه لېږد د جنورۍ په ۲۱مه پیل شوی و او د امريکايي او ائتلافي ځواکونو له خوا د ګډې کاري ډلې تر چتر لاندې ترسره شو.
له بلې خوا، عراق اعلان کړی چې ټولټال ۵۷۰۴ کسان یې ترلاسه کړي چې له ډلې یې ۴۲۵۳ تنه عربان او ۹۸۳ تنه بهرني اتباع دي. د عراق د عدلي همکارۍ ملي مرکز ویلي چې ۴۶۷ کسان عراقي اتباع دي او د دوی پر ضد د پوښتنو او عدلي څېړنو لړۍ پیل شوې ده.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان اډمیرل برېډ کوپر دا ماموریت “یو استثنايي او پېچلی عملیات” بللی او ویلي یې دي چې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو همغږي او د سیمهییزو شریکانو همکاري د دې بریا لامل شوه.
د ګډې کاري ډلې قومندان مېجر جنرال کېون لامبرټ هم ویلي چې دا منظم او خوندي لېږد به په سوریه کې د داعش د بیا راټوکېدو مخه ونیسي.
داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق په شمال او لوېدیځ کې پراخې سیمې نیولې وې، خو عراقي ځواکونو د نړیوال ائتلاف په ملاتړ په ۲۰۱۷ کال کې دغه ډله ماته کړه.
له هغه وروسته عراقي محکمو ګڼ شمېر تورن کسان په مرګ او عمري بند محکوم کړي دي، عراق بیا بیا له اړوندو هېوادونو غوښتي چې خپل اتباع بېرته ومني او د هغوی محاکمه یقیني کړي.



