سيمه او نړۍ

بلوچ آزادي غوښتونکي ځواک ٧ پاکستاني پوځیان ژوندي نیولي

بلوچ آزادي غوښتونکي ځواک (BLA) ادعا کړې چې اووه پاکستاني پوځیان یې نیولي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره یې د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. یاد ځواک په یوه اعلامیه کې ویلي، د نیول شویو پوځیانو ازادي یوازې هغه مهال شونې ده چې پاکستاني چارواکي د دوی بندیان ورسره تبادله کړي.

د BLA په وینا، پاکستاني پوځ ته یې د پرېکړې لپاره اووه ورځې مهلت ورکړی او خبرداری یې ورکړی چې که غوښتنه یې ونه منل شي، نو «جدي پایلې» به رامنځته شي. تر دې دمه د پاکستان پوځ له لوري د دغې ادعا، د پوځیانو د برخلیک او یا هم د احتمالي خبرو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.

بلوچ آزادي غوښتونکی ځواک مخکې هم د پاکستاني امنیتي ځواکونو د نیولو ادعاوې کړې دي. په تېرو کلونو کې ځینې نیول شوي کسان د بندیانو د تبادلې له لارې خوشې شوي، خو د ځینو نورو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. په بلوچستان کې د اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو او بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ نښتې دوام لري.

Tags

ورته مطالب

Back to top button