افغانستانراپورونه

امریکا: له افغانستانه د پوځیانو د ژر ایستلو اراده لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، طالبانو سره له توافق وروسته د خپلو ډېرو پوځیانو د ایستلو نیت لري.
مایک پمپیو زیاته کړې چې له توافق وروسته ډېر پوځیان له افغانستانه ووځي.
وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په ځلونو له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو خبره کړې.
د پمپیو دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې د رپوټونو پر بنسټ، طالبان او امریکایان په قطر کې په توافق سلا شوي او ژر به توافق لیک لاسلیک کړي.
دواړو لورو نهه پړاوه خبرې وکړې. دې خبرو لس میاشتې وخت ونیوه.

Tags

ورته مطالب

Back to top button