
ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) وایي، اوس مهال په افغانستان کې امریکایي پوځیانو ته اړتیا ده او دوی باید لږه موده په افغانستان کې پاتې شي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وویل، له افغانستانه به د امریکایي پوځیانو وتل د هغه توافق پر بنسټ وشي چې افغانستان او امریکا لاسلیک کړی دی.
صدیقي طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په اړع وویل چې له یو قوي دریځ سره به دغو خبرو ته ننوځي.
صدیقي زیاته کړې، د نظام د څرنګوالي په اړه به د افغانانو تر منځ تصمیم ونیول شي، خو جمهوریت به پاتې شي.
تمه کېږي چې ژر به د طالبانو او امریکایانو تر منځ توافق لیک لاسلیک شي او بیا به ورپسې سمدستي بین الافغاني خبرې پېل شي.



