سيمه او نړۍ

د باجوړ ملنګي چاودنه؛ ۱۲ تنه د ایف سي ځواکونه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د ملنګي په سیمه کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو پر یوې پوستې د موټر بم برید په پایله کې ۱۲ تنه د سرحدي ځواکونو (ایف سي) وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، برید د یوه نیول شوي موټر له لارې ترسره شوی چې په کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او ماښام ناوخته پرې چاودنه شوې ده. ویل کېږي، چاودنه ډېره زوروره وه او پوستې ته یې سخت زیان اړولی دی.

ځایي سرچینې وایي، په پېښه کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي او ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي. تر اوسه پاکستاني چارواکو د پېښې په تړاو رسمي او بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي او د برید مسوولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.

ورته مطالب

Back to top button