افغانستان

 د روژې په درناوي درې پاکستاني سرتېري خوشې شول

د افغان حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د روژې مبارکې مياشتې د درناوي او د سعودي عربستان له لوري د راغلي پلاوي په غوښتنه درې پاکستاني سرتېري خوشې او ياد پلاوي ته وسپارل شول.

د نوموړي په وينا، دغه سرتېري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د دولسمې نېټې په نښته کې د افغان ځواکونو له لوري نيول شوي وو.

مجاهد زياته کړه چې د اسلامي امارت افغانستان مشرتابه د ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو د ساتلو د تګلارې له مخې، د سعودي عربستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ او د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت يې هغوی خوشې کړل.

هغه وويل، دا پرېکړه د متقابل درناوي او سيمه‌ييزې همکارۍ د پياوړتيا په موخه شوې ده.

ورته مطالب

Back to top button