افغانستانراپورونه

د طالبانو هغه قومندان چې افغان حکومت پرې اعدام حکم کړي خو نن امریکایانو سره مخامخ مذاکرات پرمخ وړي

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند ښاغلی سهیل شاهین په خپل تازه ټویټ کي وايي چي د قطر په نننیو خبرو کي انس حقاني شرکت لاره. او «د امریکې له مذاکراتي ټیم سره خبري له هغه ځایه پیل کړې کوم ځای کي چي درېدلي وې.»

د قطر په خبرو کي، د انس حقاني د ګډوېدو فیصله ډېر زرنګ حرکت دی. ځکه د هغه ګډون به د هغو خلګو استدلال ور کمزروی کړي چي وايي د قطر دفتر د طالبانو پر جنګي قومندانانو باندي کنټرول نه لري. انس حقاني د طالبانو د جنګي قومندانانو سره څرګنده رابطه لري.

د شنونکو پر اند دا د افغان حکومت سخت حالت ده چې د طالبانو پر یو قومندان د اعدام حکم کوي خو هغه په ښکلی ماڼی کې د افغانستان پر سرنویشت خبرې کوي.

بله مسله دا ده چي هر څونه چي د سولي مرکچیان د خپلو مشرانو او قومندانانو سره نژدې رابطه ولري، په هغه اندازه د سولي چانس زیاتېږي. د سیاست او جنګ تر منیځ اختلاف راکمېږي. او د سیاست او جنګ تر منیځ همږغي لا ډېرېږي.

په مذاکراتو کي د انس حقاني حضور دا هم څرګندوي چي دواړي خواوي د یوې عمومي موافقې د ترلاسه کولو لپاره سخت لېوال دي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button