سيمه او نړۍ

روسیه، اوکراین او امریکا د ۳۱۴ بندیانو پر تبادلې هوکړې ته ورسېدل

د امریکا ځانګړي استازي اعلان کړی چې روسیې، اوکراین او امریکا د ۳۱۴ بندیانو د تبادلې پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړي په ابوظبۍ کې د اوکراین په اړه ترسره شوې خبرې “جزئی او رغنده” بللې دي.

د هغه په وینا، دغه خبرې به په راتلونکو اونیو کې هم دوام ومومي.

هغه زیاته کړې چې د هوکړو د بشپړ تطبیق لپاره لا هم ډېر کارونه پاتې دي.

دا پرمختګ د روانو دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button